Book Name:27 Nimazun Ka Sawab

اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا فرمان اوريدلے دے چې الله پاك د جَمعې لمُونځ ادا كوونكو سره محبت ساتي. ([1])

     د حضرت سَيِّدُنا ابو سعيد خُدري رَضِیَ الله عَنْه بيان دے چې د الله پاك خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چې كله بنده د جَمعې لمُونځ ادا كړي بيا د الله پاك نه د خپل حاجت (يعنې ضرورت) سوال اوكړي نو الله پاك د دې خبرې نه حيا فرمائي چې بنده د حاجت پورا كيدلو نه بغير  بيرته لاړ  شي.([2])

    په يو حديثِ پاك كښې دي: د نارينه لمُونځ په جمات كښې د جَمعې سره، په كور او بازار كښې د ادا كولو نه 25 درجے زيات دے. ([3])

       په يو بل حديثِ پاك كښې دي: د جَمعې لمُونځ د يواځې لمُونځ نه 27 درجے زيات دے. ([4])

     اے عاشقانِ رسول! فرض كړئ د يو كس سره د تجارت سامان دے، كه هغه ئې په خپل ښار كښې خرڅوي نو د هغې [د يو پِيس] قيمت 100 روپـئ دے او كه د سمندر نه اخوا بل ښار ته ئې وړي نو [يو پِيس به] په 2500 يا 2700 روپـو خرڅ شي نو يقيناً هغه به دا سامان د سمندر نه اخوا په هغه ښار كښې خرڅول خوښوي ځکه چې 25 يا 27 همره ګټه څوك پريږدي! افسوس! د دُنيا دولت زياتولو د پاره خو مونږ لرې لرې ملكونو ته سفر کولو د پاره تيار يُو خو د كور نه يو څو قدمه لرې جمات ته تلل او جَمعې سره لمُونځ ادا كولو او په يو لـمانځه د 27 لمُونځونو ثواب ګټلو كښې بعضې


 

 



[1]...مسند احمد، جلد:2، صفحہ:309، حدیث:5112۔

[2]...کَنْز الْعُمَال، کتابُ: الصّلوٰۃ، جز:7، جلد:4، صفحہ:227، حدیث:20239۔

[3]...بُخاری، کتاب: الاذان، صفحہ:223، حدیث:646۔

[4]...بُخاری، کتاب: الاذان، صفحہ:223، حدیث:645۔