Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
كښې په ”مدرسه اهلِ سُنَّت“ كښې تدريس [يعني طلبه ته سبق وئيل] شروع كړو * په دې دوران كښې ئې د اعلٰى حضرت، امامِ اهلِ سُنَّت، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ملاقات اوشو او د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه ئې بيعت اوكړو * صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته دا سعادت هم نصيب شو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 18 كالو پورې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په صُحبت كښې حاضر اوسيدلو. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! صدرُ الشَّرِيعه، مولانا امجد علی اعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې د حاضريدلو نه پس ټول عمر د دِين په خدمت كښې مصروف اوسيدلو، آخر په 1367 هجري بمطابق 1948ء كښې ئې د حج اراده اوكړه او سفينۀ مدينه [يعني د مدينے سمندري جاز] ته ختلو د پاره د خپل وطن مدينةُ العُلَماء ګهوسي شريف نه بمبئ ته راغلو، دلته هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته نمونيا شوه او سمندري جاز ته ختلو نه مخكښې د ذِیْقَعْدَۃُ الْحَرام په دويمه شپه، 12 بجے او 26 منټ باندې د دې فاني دُنيا نه رُخصت شو. ([2])
اے عاشقانِ رَسُول! مرګ خو به هر يو له راځي خو د صدرُ الشَّرِيعه، مولانا محمد امجد علی اعظمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قسمت اوګورئ چې د حج د سفر په دوران كښې وفات شو او د حديثِ پاك مطابق كوم كس چې د حج د سفر د پاره د كور نه اوځي او په لاره كښې وفات شي نو تر قيامته پورې به د هغه د پاره د حج ثواب ليكلے كيږي. ([3])