Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
مُؤاخَذے خبره كوئ؟ (يعنې تاسو دا وائې چې د قيامت په ورځ به درنه تپوس نه كيږي، آو دا خو صحيح ده چې د بے هوشئ په حالت كښې په لمُونځ قضا كيدلو څه ګناه نشته خو) افسوس! زه په مقرره وخت باندې د الله پاك په بارګاه كښې د حاضرئ نه محرومه پاتې شوم....!! ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د دې خبرې سخته پابندي کوله چې جمات ته حاضر شي او جَمعې سره لمُونځ ادا كړي كه په څه وجه به مُؤَذِّن په مقرره وخت باندې را اونه رسيدو نو صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پخپله اذان كولو. د بوډا والي په عمر كښې به صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوي كور قادري منزل كښې اوسيدلو، د هغه ځائے نه جمات لږ لرې وو، او دغه وخت د صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نظر هُم كمزورے شوے وو، يو ځل داسې اوشو چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سحر لمَانځه روان وو، په لاره كښې كوهے وو، لا تِياره وه او لاره هم هواره نه وه، په بےخيالئ كښې په كوهي ور اوختلو، نِزدې وه چې د كوهي په خُله كښې ئې قدم ايښودے وے، په دې كښې يوه زنانه راغله او په چغه ئې اُووئيل: مولانا صاحب! كوهے دے اودريږئ! ګنې پکښې غورزيږئ. دا ئې چې واوريدل نو صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل قدم شاته كړو او د كوهي نه ډډې ته شو او جمات ته لاړلو. يعنې جمات ته په تللو كښې صدرُ الشَّرِيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته داسې مشقت وو، د دې باوجود به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جمات ته ضرور حاضريدلو. ([2])