Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood
څيزونه د انبياؤ عَلَيْهِمُ السلام سُنَّت دي، په هغې كښې يو حِلْم دے.([1]) * په يو حديثِ پاك كښې دي: بيشكه مسلمان د حِلْم په ذريعه د ورځې روژه نيولو او د شپې عبادت كولو والا درجه مومي.([2]) * سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بيشكه الله پاك حِلْم والا خوښوي.([3]) *په حديثِ پاك كښې دي: په ورځ د قيامت به خلق جمع كړے شي، يو اعلان كوونكے به اعلان اوكړي: اَهْلِ فَضْل چرته دي؟ د دې په اوريدلو به څه خلق په تادئ جَنَّت طرف ته ور وړاندې شي، فرښتے به د هغوئي نه تپوس اوكړي؟ تاسو په تادئ تادئ جَنَّت طرف ته ولے ځئ؟ هغوئي به اووائي مونږه اَهْلِ فَضْل يُو. فرښتے به ترينه تپوس اوكړي: ستاسو فضيلت څه دے؟هغوئي به اووائي: چې كله به په مونږه ظُلم كيدلو نو مونږ به صبر كولو، زمونږ سره به چې چا بد سلوک کولو نو مونږ به مُعاف كولو او چې كله به چا زمونږ سره د جهالت سلوك كولو نو مونږ به د حِلْم مُظاهَره كوله.([4])
تُو عطا حِلْم کی بھیک کر دے میرے اخلاق بھی ٹھیک کر دے
تجھ کو فاروق کا واسطہ ہے یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے([5])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام دويم صِفَت كوم چې په