Book Name:Aqal Mand Mubaligh

پوخ دليل سره د نيكئ دعوت وركوئ. * علامه نَسَفِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د حكمت نه مراد د افعالو مرتبے پيژندل دي.([1]) مطلب ئې دا دے چې كومې نيكئ طرف ته مونږه خلق رابلو او د كومې ګناه نه خلق منع كوو، د هغې دواړو درجے دي، بعضې نيكئ د فرضو د درجے دي، بعضې واجب دي، بعضې سُنَّتِ مُؤَ كَّده دي، بعضې سُنَّتِ غير مُؤَ كَّده دي او بعضې مُستَحب دي، دغسې د شريعت د منع کړو خبرو هم درجے دي، بعضې منع کړے شوي خبرې حرامې دي، بعضې مكروهِ تحريمي او بعضې مكروهِ تنزيهي دي، دغه شان د باطني ګناهونو او باطني نيكو هم درجے دي، دا ټول د شريعت اُصُول دي څوک  چې د نيكئ دعوت وركوونكےوي، هغه [مُبَلِّغ] له پكار دي چې دا ټولې خبرې زده كړي او د دې لحاظ اوساتي او په حكمتِ عملئ سره د نيكئ دعوت عام كړي.

مَوعِظَۀ حَسَنَه څه ته وائي؟

    دا خو د حكمت وضاحت وو. اوس راځئ! دا اورو چې مَوْعِظَـۀ حَسَنَہ څه ته وائي؟ * اِمام سُيُوطِـي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مَوْعِظَـۀ حَسَنَہ مطلب نرمه خبره كول دي. ([2]) يعنې د نيكئ دعوت وركوونكے دِ په نرمئ سره د نيكئ دعوت وركړي.

    که په حقيقت كښې اوګورئ نو د نيكئ دعوت په نرمئ سره کیږي ځكه چې د نيكئ د دعوت وركوونكي مقصد خلق په خپله خبره پوهه كول وي او سختي د پوهه کولو نه بلكه د جګړے انداز دے.  پخپله پوهیدل او بل پوهه كول، دا په نرمئ سره کیږي او جګړه په سختئ سره. يو مُبَلِّغ كوم چې د نيكئ دعوت وركوي، د هغه منصب


 

 



[1]...تفسیر مدارک، پارہ:14، سورۂ نحل، زیرِ آیت:125۔

[2]...تفسیر جلالین، پارہ:14، سورۂ نحل، زیرِ آیت:125۔