Book Name:Aqal Mand Mubaligh
د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د تبليغ انداز
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه د نيكئ د دعوت فضائل واوريدل، چې د نيكئ دعوت څنګه وركول پکار دي؟ د دې مختصر بيان مو واوريدلو، اوس، راځئ! چې د دې دور عظِيمُ الشَّان مُبَلِّغ چا چې د حكمتِ عملئ او د خپل ښائسته اندازِ تبليغ په ذريعه په ټوله دُنيا كښې د نيكئ دعوت عام كړے دے يعنې د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ اندازِ تبيلغ باندې لږ غور اوكړو.
* شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ قدرتي طور حُسَّاس طبيعت لرونكے دے. د شروع نه د هغوئي دا انداز دے چې ګناه اوويني نو خاموشه نه شي پاتې كيدے، چرته چې څوك په ګناه كولو اووینی نو فوراً ورته د موقعے په مُناسَبَت په حكمتِ عملئ سره د نيكئ دعوت وركوي او د ګناه نه ئې د منع كولو كوشش كوي. * په ستمبر 1981ء كښې اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د دعوتِ اسلامي شروع اوكړه، اګرچې هغوئي به مخكښې هم د نيكئ دعوت وركولو خو چې كله دعوتِ اسلامي شروع شو، د هغه وخت نه اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د نيكئ د دعوت باقاعده سلسله شروع كړه. * اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دا مدني مقصد اختيار كړو چې ”ما ته د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اصلاح كوشش كول دي.“ بيا د دې مدني مقصد مطابق هغوئي شپه ورځ مسلسل كوششونه اوكړل، خپل كوششونه ئې جاري اوساتل، تر دې پورې چې د الله پاك په كرم او د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مهربانئ سره او د اوليائے كرامو په فيضان سره د دعوتِ اسلامي دِيني پيغام په ټوله دُنيا كښې عام شو. * په شروع كښې اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ډير تكليفونه او مشقتونه برداشت كړي دي، د هغوئي په لاره كښې ركاوټونه هم راغلل، بعضې ناپوهه خلقو د نيكئ د دعوت د دې