Book Name:Aqal Mand Mubaligh
راغلے وو خو د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د اَثر نه ډك بيان په هغه داسې اثر اوكړو چې كور ته لاړو نو ټوله شپه ئې ژړل، بيا هغوئي د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په خدمت كښې خط اوليكلو چې زه پخپله قاديانے يم، او تر اوسه پورې ما 70 مسلمانان ګمراه كړي او قاديانان كړي مې دي، اوس زه توبه كووم او مسلمانيدل غواړم، ما له څه كول پكار دي؟ شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ هغه ته فوراً خط اوليكلو او تلقين ئې ورته اوكړو! چې پخپله هم فوراً اسلام قبول كړه او كوم مسلمانان چې دِ ګمراه كړي دي، د هغوئي هم بيرته د مسلمانولو څه صورت جوړ كړه. د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ جوابي خط ميلاويدو سره هغه [قادياني] پخپله هم كَلِمَه اووئيله،او مسلمان شو، بيا هغوئي خپل كور والؤ او د كور خلقو ته هم د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ بيانات واورول، د دې په بركت د هغوئي پوره خاندان كَلِمه اولوستله اومسلمانان شول. ([1])
كانړو چاړاګانو اسلامي ورونړو ته د نيكئ دعوت
د دعوتِ اسلامي د شروع شروع خبره ده، شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د يو څو اسلامي ورونړو سره د نيكئ دعوت وركولو د پاره د (كراچي) علاقے كهارادَر ته تشريف يوړلو، هلته ئې په هوټل كښې ناست يو څو كانړه اوچاړاګان اسلامي ورونړه اوليدل، هغوئي هوټل ته داخل شو او هغوئي ته ئې د اشارو په ذريعه د لمَانځه دعوت وركړو. د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د دې نيكئ د دعوت په جواب كښې هغه كانړو چاړاګانو اسلامي ورونړو د اشارو په ذريعه د ځان خلاصولو کوشش کولو خو اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ كوشش جاري اوساتلو او هغوئي ته ئې د اشارو په