Book Name:Aqal Mand Mubaligh
راځئ!چې د يولسمې دځوان، پيرانِ پير، روشن ضمير، شيخ عبدُ القادِر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو مبارك فرمان د مختصر وضاحت سره واورو. حُضُور غَوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د خلقو څلور قسمونه دي:
1: وړومبے هغه انسان چې لَا لِسَانَ لَہٗ وَ لَا قَلْبَ د چا سره چې نه ژبه وي او نه زړه (يعنې هغه انسان كوم چې نه خپله اصلاح كوي، نه د نورو اصلاح كوي، نه د هغه په زړه كښې د نيكئ خيال شته او نه ئې په ژبه د نيكئ دعوت شته. حُضُور غَوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:) د الله پاك په بارګاه كښې د ده هيڅ قدر نشته، لِهٰذا داسې هيڅ كله مه جوړيږئ ځکه چې په ده باندې د الله پاك عذاب نازليږي، خو!که الله پاك ده ته په خپل رحمت سره هدايت وركړي نو دا نيك جوړيدے شي.
2: دويم هغه انسان چې لَہٗ لِسَانٌ بِلَا قَلْبٍ يعني ژبه ورسره ده، خو زړه ورسره نشته، (يعنې هغه نورو ته خو د نيكئ دعوت وركوي، خو پخپله پری عمل نه كوي، حُضُور غَوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:) د داسې كس نه لرې اوسئ چرته د هغه د ګناهونو اور تاسو نه راچاپيره نه شي.
3: دريم هغه كس دے چې لَہٗ قَلْبٌ بِلَا لِسَانٍ د هغه سره زړه شته خو ژبه ورسره نشته. دا هٰغه مُومِن دے په چا چې الله پاك د هغه عيبونه ظاهر كړي دي، دا بس په يواځې ځائے كښې په خپله اصلاح كښې مصروف اوسي، الله پاك د هغه زړه روښانه كړے وي او هغه د خلقو نه پټيږي، كه داسې څوك درته ميلاؤ شي نو د هغه صحبت اختيار كړئ، د هغه خدمت اوكړئ، د هغه په بركت به الله پاك تاسو هم په نيكو خلقو كښې شامل كړي.