Book Name:Aqal Mand Mubaligh
او د هغوئي ټول اولاد ته دِ د عافيت اوګږد ژوند عطا كړې چې هغوئي د دې فتنو نه ډك دور كښې د نيكئ دعوت ډير عام كړو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
چې كله ورته د فلم كتلو دعوت وركړے شو......
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د عاشقانِ رسول د ديني تحريك دعوتِ اسلامي د شروع شروع دَور خبره ده چې په هغه ورځو كښې به د دعوتِ اسلامي هفته واره اجتماع د دعوتِ اسلامي په وړومبي مركز ” ګلزارِ حبيب مسجد (سولجر بازار، كراچئ)“ كښې كيدله، يوه ورځ بانئ دعوتِ اسلامي، شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری، رضوي، ضيائي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د اسلامي ورونړو سره هفته وارې اجتماع له روان وو، په لاره كښې يو ځائے د سنيما په خوا تيريدلو، هلته يو ځلمے د ټكټ اخستلو د پاره په قطار كښې ولاړ وو، هغه چې كله اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ اوليدلو نو مَعَاذَ الله! په اوچت آواز ئې ورته غږ وركړو: مولانا صاحبه! ډير ښه فلم لګيدلے دے، راشه او ئې ګوره ...!
د هغه ځلمي په داسې ناخوښه حركت باندې شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ غُصَّه نه شو بلكه ډير د حكمت، صبر او برداشت نه ئې كار واخستلو، اوَّل ئې په اوچت آواز هغه ځلمي ته سلام اوكړو، بيا ورنِزدې شو او په ډيره نرمئ سره ئې ورته اوفرمائيل: بچيه! زه فلمونه نه ګورم، البته تاسو ما ته دعوت راكړو نو ما سوچ اوكړو چې تاسو ته هم زه دعوت دركړم، اوس به اِنْ شَآءَ الله! په ګلزارِ حبيب مسجد كښې د سنتو ډكه اجتماع کيږي، تاسو پکښی هم شريك شئ، كه اوس نه شئ راتلے