Book Name:Aqal Mand Mubaligh
نوټ: د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول كښې اوس ”مدني انعاماتو“ ته”نيك اعمال“ وائي.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: مَنْ تَمَسَّكَ بِسُنَّتِيْ عِنْدَ فَسَادِ اُمَّتِيْ فَلَهُ اَجْرُ مِائَةِ شَهِيْدٍ يعني د اُمَّت د فساد په وخت کښې چې څوک زما په سُنَّتو مضبوطئ سره عمل کوي هغه ته به د سلو شهيدانو ثواب عطا کيږي. ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
په ”كور والؤ خرچ كول“ سُنَّتِ مصطفٰى دي
دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) په ورځ د قيامت به په تله د عمل کښی د ټولو نه اوَّل د بنده په خپل كور والؤ خرچ شوے مال كيښودے شي. ([2]) (2) څوك چې د ثواب په نيت په خپل اهل و عيال باندې خرچ اوكړي نو هغه د ده د پاره صدقه ده. ([3])
اے عاشقانِ رسول! د كور په خلقو خرچ كول سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي. * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په خپل كور