Book Name:Aqal Mand Mubaligh

والؤ خرچ كولو * د حديثِ پاك مطابق د هجرت نه پس يو وخت داسې هم راغلو چې رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپل كور والؤ د پاره د ټول كال غله جمع كړله.([1])

     د دې حديثِ پاك دلاندی  مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې كومه شرح بيان كړي ده، د هغې خلاصه ده: يعنې د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول كال غله جمع كول د بنو نُضير د قلعه فتح كولو نه وروسته خبره ده. دا هم خيال ساتئ چې حُضُور، جانِ كائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اګرچې ټول كال غله جمع كوله خو اُمَّهاتُ المُؤمِنِين به صدقه و خيرات كولو، د ټول كال غله به زر ختمه شوه او حالت به لوږې ته اورسيدلو. ([2])

بھوکے رہتے تھے خود اوروں کو کھلا دیتے تھے                    کیسے صابِر تھے مُحَمَّد کے گھرانے والے

    په احياءُ العلوم كښې دي: د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول کال غله جمع كول د دې د پاره وو چې دا عمل د اُمَّت په حق كښ سُنَّت جوړ شي، ګنې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كور افراد كمزوری زړه والا نه وو (بلكه هغوئي ټولو  په الله پاك باندې كامل يقين ساتونكي وو).

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

)1( د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود


 

 



[1]... احیاء العلوم، کتاب: توحید، جلد: 4، صفحہ:343۔

[2]... مرآۃُ المناجِیْح، جلد:5، صفحہ:949۔