Book Name:Aqal Mand Mubaligh
نو بيا كله ضرور راشئ. د دې سره سره اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ يوه د عطر شيشه هغه ته په تحفه كښې وركړه او اجتماع له روان شو.
يو څو كاله پس د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په خدمت كښې يو اسلامي ورور حاضر شو، ظاهري حُليه ئې د سُنتونو مطابق وه، د عمامے شريفې تاج ئې په سر وو، هغوئي د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په خدمت كښې حاضر شو، عرض ئې اوكړو: جناب! يو څو كاله مخكښې يو ځلمي تاسو ته د فلم كتلو دعوت دركړے وو او تاسو د ډير صبر و تحمُّل نه كار اخستے وو، د خفه كيدلو په ځائے تاسو هغه ته په اجتماع كښې د شريك كيدلو دعوت ورکړے وو، هغه ځلمے زه ووم. زه ستاسو د عَظِيمُ الشَّانه اخلاقو نه ډير زيات مُتَاَثِّره شوم او يوه ورځ اجتماع ته راغلم ، الله پاك په ما رحم اوكړو او اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! ما د ګناهونو نه توبه ويستله او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شوم. ([1])
امیر اہلسنت آپ کی ہمت کا کیا کہنا جو بد کو نیک کر دیتی ہے اس دعوت کا کیا کہنا
جو صحبت میں تری آئے وہ عشقِ مصطفےٰ پائے میرے محسن تری مجلس، تری صحبت کا کیا کہنا
جسے تم پیار سے دیکھو، تمہارا دِل سے شیدا ہو محبت بانٹنے والی تری فطرت کا کیا کہنا
د اُمَّت بهترين انسان څوك دے...؟
اے عاشِقانِ رسول! په نرمئ، مينه، حكمتِ عملئ او د موقعے په مُناسَبَت سره د نيكئ دعوت وركول، خلق دين طرف ته رابلل ډير لوئے سعات دے. د حضرت ابوهُرَيره رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم