Book Name:Aqal Mand Mubaligh
كس د بهترين كيدلو د پاره دا هم شرط دے چې د هغه دا كار د شُهرت او دُنياوي لالچ د پاره نه وي بلكه د هغه دا ټول كوششونه صرف او صرف د الله پاك د رضا د پاره وي. كه داسې اوشي نو هغه كس د اُمَّت بهترين كس دے.([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې د يو بل حديثِ پاك اوريدلو سعادت حاصل کړو. د خادِم مصطفٰى، صحابئ رسول، حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې د الله پاك آخري نبـي، مُحَمَّدِ عَرَبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بيشكه په خلقو كښې څه هغه دي كوم چې د نيكئ كنجيانې دي او د بدئ تالے دي او څه خلق هغه دي كوم چې د بدئ كنجيانې او د نيكئ تالے دي، پس زيرے دے د هغه كس د پاره د چا په لاس کښی چې الله پاك د خير كنجيانې ايښودي دي او بربادي ده د هغه كس د پاره د چا په لاس کښی چې الله پاك د بدئ كنجيانې ايښودي دي. ([2])
په دې حديثِ پاك كښې د دوه قِسمه خلقو ذِكر دے: (1) هغه كس كوم چې د خير كنجي او د بدئ جندره [يعني تاله] ده نو دا داسې كس دے چې د ده په لاس نيكي او خير جاري كړے شوے دے، دا په خلقو صدقه و خيرات كوي، د درد مندو حاجت پورهپوره كوي، جاهلانو ته علم زده كوي، ګمراهانو ته نيغه لاره ښائي، بيلمَانځه لمُونځ ګزاره جوړوي، فيشنونو والا د سُنتو نمونه جوړوي، كوم چې د دِين نه لرې وي، د هغوئي په زړه كښې د دِين محبت پيدا كوي.([3]) او عَلَّامه مناوِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې