Book Name:Ayyam e Hajj Aur Tabligh e Mustafa

نو پۀ کړس کړس به يـې ورپسې خندا کوله۔ هٰغه عظيم عاشقانِ رسول تر ډير ورځو پورې وږي وو، بعضې وخت چې به پرې لوږه ډيره غالبه شوه نو د وَنو پاڼې به يـې ويشولې او خوړلې۔([1]) حضرت سَعد ابن ابي وَقاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې يوه شپه هغوئي ته د وَچې شوې څرمنې يوه ټوټه ميلاؤ شوه حضرت سعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه پۀ اوبو باندې وينځله، پۀ وور يـې ورتۀ کړه، پۀ اوبو کښې يـې وړه وړه کړه او د سَتُّو پۀ شان يـې وڅښله او خپله لوږه يـې پرې کمه کړه۔ ([2])

وہ بھوکی بچیوں کا رُوٹھ کر فِی الفَور مَن جانا                                              خدا کا نام سُن کر صَبر کی تصویر بن جانا

تڑپنا بھوک سے کچھ روز آخِر جان کھودینا                                                وہ ماؤں کا فلک کو دیکھ کر چُپ چاپ رو دینا

رِضا وصَبر سے دِن کٹ گئے اِن نیک بختوں کے     کہ کھانے کے لیے ملتے رہے پتّے درختوں کے

گزارے تین سال اِس رنگ سے ایمان والوں نے دِکھادی شانِ اِستِقلال اپنی آن والوں نے([3])

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې دا څومره مشکلات وو، کيدے شي که زمونږ پۀ شان خلقو ته د دې مشکلاتو 20 فيصده هم برداشت کول وو نو بے صبره کيدل به خو دا زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وو، د هغوئي د اوچت شان والا صحابه کرام عَليهمُ الرّضوَان وو، د داسې مشکلاتو برداشت کولو باوجود نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نيکۍ د دعوت عظيم کار جاري وساتلو، تر دې پورې چې الله پاک اِسلام ته غلبه عطا کړله۔

حق کی راہ میں پتھر کھائے خوں میں نہائے طائف میں

دین کا کتنی محنت سے کام آپ نے اے سلطان کیا ([4])


 

 



[1]... سیرتِ مصطفیٰ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم، صفحہ:139-140 ملخصاً۔

[2]... الروض الانف، حدیث نقض الصحیفۃ، جلد:2، صفحہ:178-179۔

[3]...شاہنامۂ اسلام، صفحہ:133 بتقدم و تاخر۔

[4]... وسائلِ بخشش، صفحہ:197۔