Book Name:Ayyam e Hajj Aur Tabligh e Mustafa
بندوں کا اَلم نے دِل دُکھایا اور ہو گئے بےقرار آقا
آرام سے سوئیں ہم کمینے جاگا کریں باوقار آقا
ایسا تو کہیں سُنا نہ دیکھا بندوں کا اُٹھائیں بار آقا([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له د ځان باره کښې غور کول پکار دي، آيا زمونږه پۀ زړۀ کښې دا خواهش شته، آيا زمونږ پۀ زړۀ کښې د ځان او د نورو د دوزخ نه د بچ کولو او د جنَّت پۀ لاره د روانولو درد شته۔۔۔؟ آيا زړۀ پۀ دې باندې غمژن کيږي چې کاش زما ټوله کورنۍ نيکه نـمونځ ګزاره جوړه شي * که مشر ورور نـمونځ نۀ کوي نو آيا مونږه د هغۀ د پاره غمژن کيږو؟ * که پۀ کور کښي مئيندې، خوئيندې، لوڼه فيشن کوي، نـمونځونه نۀ کوي، د نيکۍ پۀ لاره باندې نۀ روانيږي نو آيا مونږه غمژن کيږو؟ * معاشره خرابيږي، جوماتونه شاړ کيږي، د ګناهونو اډې اباديږي، زمونږه ځوانان پۀ عيش او عشرت کښې مصروفه وي او ژوند بربادوي، پۀ معاشره کښې سود، حرام ګټل، حرام خوړل، ظلم او زياتے، غيبت، چغلي وعده خلافي، د مور پلار نافرماني وغيره وغيره ګناهونه عام کيږي، آيا زمونږ پۀ زړۀ کښې پۀ دې باندې څۀ درد پيدا کيږي؟ آيا مونږه غمژن کيږو؟ آيا مونږه پۀ دې خبرو باندې خفه کيږو؟
کاش چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زړۀ پۀ وسيله زمونږه هم دا غم نصيب شي، کاش چې ځان هم او خلق هم د دوزخ نه بچ کولو او او د جنَّت پۀ لاره باندې د روانولو والا جوړ شو۔ يقين وکړئ چې دا فِکر، شوق او د زړۀ درد چې کوم دے زمونږه د معاشرې اِصلاح کولے شي، مونږه يو باعمله مبلغ جوړولے شي۔ ځکه مونږ له پۀ خپل زړۀ کښې غم لازمي پيدا کول پکار دي۔