Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442
يعني د هغوئي معامله هُم داسې وه چې که هغوئي به چا سره مَحبَّت کولو نو صرف د الله د پاره، که مُخالَفَت به ئې کولو نو صرف د الله د پاره، که چا ته به ئې څه ورکول نو صرف د الله د پاره، او که چا ته به ئې د يو څيز ورکولو نه انکار کولو نو صرف د الله د پاره۔
سیِّدي اعلٰى حضرت خپله باره کښي اِرشاد فرمائي: اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ چې ما د مال سره ”مِنْ حَیثُ ھُوَ مَال “(يعني په دې طور چې هغه مال دے) کله مَحبَّت نه دے ساتلے، صرف د الله په لاره کښي خرچ کولو د پاره مې ورسره محبت دے۔ هُم دغسې مې اولاد سره هُم ”مِنْ حَیْثُ ھُوَ اَوْلَاد “ (يعني په دې طور چې هغه اولاد دے) مَحبَّت نشته، صرف په دې سبب چې صلۀ رِحمي نيک عمل دے او اولاد د دې سبب دے۔ بيا ئې اُوفرمائيل: دا زما اختياري خبره نه ده [بلکه] زما د طبيعت تقاضه ده۔ [1]
څه به وائې زمونږ د اعلٰى حضرت! چې مال سره ئې مَحبَّت د مال په وجه نه وو بلکه د الله په لار کښي د خرچ کولو په وجه وو او اولاد سره ئې مَحبَّت د خپلې وينې کيدلو په وجه نه وو بلکه د صلۀ رِحمئ د نيک عمل په وجه وو، په دې ولئ کامِل باندې د الله پاک کرم اوګورئ چې فرمائي: دا هر څه زما په اختيار کښي نه دي [بلکه] زما د طبيعت د تقاضے په وجه دي۔ يعني په احکامِ شرعيه باندې د عمل کولو په وجه ئې طبيعت داسې شوے وو چې زمونږ د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هر کار د الله پاک د رضا د پاره وو۔