Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442
ماښام د لـمانځه نه پس خپل كور طرف ته روان شو نو هغه [مريد] ورته عرض اوكړو: هغه وخت كښي چې كوم خط ما لوستلے وو چا بدنِيَته پكښي كنزل ليكلي وو. زما رائے ده چې په هغه باندې مقدّمه درج شي. او داسې خلقو ته سزا ملاو شي چې د نورو د پاره د عبرت نښه جوړ شي ګنې بيا به نور خلق هم داسې جُراٴت كوي.
هغه د صبر و حيا خاوند، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه چې د خپل مريد دا خبره واوريدله نو دا ئې اووئيل چې تاسو کښينئ! زه اوس راځم. بيا ئې لس پينځلّس خطونه په لاس مبارك كښي نيولي وو او بهر ته ئې تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل: لږ دا هم اولولئ! هغه خطونه چې خواه كښي ناستو خلقو اوليد نو حيران شول چې معلومه نه ده دا كوم قسم خطونه دي؟ د هغوئې دا خيال وو چې دا به هم هغه شان د كنزلو نه ډک وي او د دې د ښودلو مقصد به دا وي چې داسې قسمه خطونه نن څه نوي خبره نه ده، بلكه د يوې زمانے نه داسې خطونه راځي. خو هغه صاحب خطونه لوستل او مخ ئې د خوشحالئ نه ځليدلو. چې كله ئې ټول خطونه اولوستل نو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه ورته اوفرمائيل: مخكښي دې تعريف كوونكو له بلكه د دې تعريف انبار لګوونکو له انعام و اكرام، جائدادونه او تخفے وركړه، بيا د كنزلو والا له سزا وركوه. هغه با اَدبه مريد عرض اوكړو: حضور! زړه خو مې دا غواړي چې دوئي له دومره انعام و اكرام وركړے شي چې صرف دوئي له نه بلكه د دوئي نسلونو د پاره هم كافي شي. خو دا زما د طاقت نه بهر ده اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه ورته اوفرمائيل:چې مخلص له فائده نه شې وركولے نو مخالف ته نقصان هم مه وركوه.(1)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد