Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442
مرچکي وو او اوئې وئيل: اوګورئ دال مې راوړي دي کنه! سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه په سر باندې د شَفقَت [يعني] مهربانئ لاس راښکلو او اوئې فرمائيل: ښه ده، زه او دا کس (يعني حاجي کِفايَتُ الله رَضَوِي صاحب) به صبا د ورځې لس بجے درځو، بيا ئې حاجي کِفايتُ الله صاحب ته اُوفرمائيل: د کور پته ترينه معلومه کړه۔ مختصر دا چې هغه ماشوم د خپل کور پته اوښودله او خوشحاله خوشحاله بيرته لاړلو، صبا له سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حاجي کِفايَتُ الله صاحب ته اوفرمائيل: ځه چې لاړ شو، هغوئي عرض اوکړو: چرته؟ اوئې فرمائيل: هُم هغه ماشوم کره چا سره مو چې دعوت ته د ورتللو وعده کړي وه، تاسو ته د کور پته معلومه شوي دي که نه؟ عرض ئې اوکړو: جي جناب، چې کله د هغه کور خوا ته اورسيدلو نو هغه ماشوم د مخكښې نه زمونږ په انتظار کښي په دروازه کښي ولاړ وو، چې څنګه ئې سیِّدِي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوليدلو نو [د خوشحالئ نه ئې کور ته] منډه کړه او په زوره ئې اُووئيل: مولوي صاحب راغلو، د دروازے خوا ته يو چوپال وو اعلٰى حضرت هلته په انتظار اودريدلو، لږ ساعت پس هغه ماشوم د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ناستې د پاره يو داسې زوړ پَزَکے چې شليدلو ته نزدے وو راوړو او په شکور کښي ئې د باجرے پيړې پيړې ډوډئ راوړلې او د خاورې په لوښي کښي ئې هُم هغه د مَيو دال چې پکښې د مرچکو ټُکړې پرتې وے راوړلو او زمونږ مخې ته ئې کيښودل او اُوئې وئيل: خورئ جي!
سیِّدِي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُوفرمائيل: ډيره ښه! لږې د لاسو وينځلو د پاره اوبه راوړه!