Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain
کړو نو په قرآنِ کريم کښې چې کوم ځائے کښې د دُنيا نه د بے رَغبتئ ترغيب دے يا د دُنيا د مَحبَّت د مذمت بيان دے، په داسې ډيرو مقاماتو کښې الله پاک د لفظ ”اِيثَار‘‘ ذِکر فرمائيلے دے۔ مَثَلًا پاره 30، سُورَۃُ النّٰزِعٰتِ، آيت نمبر 38 کښې د سرکشئ کوونکو متعلق ارشاد دے:
وَ اٰثَرَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَاۙ(۳۸)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د دُنيا ژوند ئې غوره اوګنړلو۔
په دې آيت کښې لفظ ”اٰثَرَ‘‘ راغلے دے، دا د اِيثار نه جوړ شوے دے او د اِيثار معنٰی وي: ترجيح ورکول [غوره ګنړل]۔ څوک چې دُنيا ته د آخرت په مقابله کښې ترجيح ورکوي هغوئي د جَهنَّم حقدار دي، ځکه لازِمه ده چې مونږه دُنيا ته د آخرت په معامله کښې ترجيح نه ورکوو۔ ترجيح څه ته وائي؟ په دې باندې پوهيدلو د پاره د حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه حديثونه واورئ! (1): په يو حديث شريف کښې د الله پاک آخري نبي مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: په تاسو کښې هغه کس بهتر نه دے څوک چې د آخرت د پاره دُنيا پريږدي، نه هغه بهتر دے څوک چې د دُنيا د پاره آخرت پريږدي بلکه په تاسو کښې بهتر هغه دے څوک چې دواړه (يعني دُنيا هُم او آخرت هُم) اختيار کړي۔[1] (2): په بل حديث کښې اِرشاد فرمائي: د دُنيا د پاره دومره اوګټه څومره چې په دُنيا کښې اوسيدل دي او د آخرت د پاره دومره اوګټه څومره چې په آخرت کښې اوسيدل دي۔[2]
دې دواړو حديثونو نه مونږ ته يو اُصُول حاصل شو، هغه دا چې دُنيا پريښودل نه دي بلکه دُنيا د پاره دومره ګټل دي څومره چې په دُنيا کښې اوسيدل دي او مونږ لره په دُنيا کښې څومره اوسيدل دي؟ نو په دې باره کښې مونږ ته هډو معلومات نشته ځکه چې