Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain
نه پس د آرام وقفه شوه نو اوليدلے شو چې هغه ماشوم د شپې تقريباً دوه بجے په نفلونو کولو کښې مصروفه دے، هغه نه چا تپوس اوکړو چې دومره د شپې ناوخته نفلونه ولے کوے، نو هغه اُووئيل: زه د الله پاک خوښ بنده جوړيدل غواړم۔ ورستو بيا د هغه ماشوم والد صاحب اُووئيل چې اَلْحَمْدُ لِلّٰه! زما ځوئ په نيک اعمال باندې عمل کوي، پينځه وخته لـمونځ کوي او د ده په بَرَكت د کور ټول کسان لـمونځ ګُزاره جوړ شو۔ سُبْحٰنَ الله
نوټ: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې اوس مَدَني انعامات ته نيک اعمال وائي۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيلو: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])
سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش! تُو پیکرِ سُنَّت مجھے اللہ بنا دے([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په اخستلو کښې په خرڅوونکي قيمت کمول سُنَّتِ مصطفٰى دي
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: الله پاک دِ په هغه کس رحم اُوفرمائي څوک چې په خرڅولو او اخستلو کښې آساني اوکړي۔[3]