Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain
صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) تبليغي سلسله ختمه كړئ او د لاهور نه ئې اوباسئ! د بادشاه په حكم د سپاهيانو يوه ډله د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضره شوه، دا د شپے وخت وو، داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپله خيمه كښې تشريف فرما وو، او د الله پاك په عبادت كښې مصروف وو. سپاهيانو داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د لاهور د حاکِم حكم واورولو او ورته ئې اووئيل: تاسو د دې ځائے نه لاړ شئ او بيا كله هم دلته ښكاره نه شئ. داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نرمئ سره اوفرمائيل: زه خو د الله بندګانو ته د الله پاك پيغام رَسَووم، چې د هغوئي آخرت ښائسته شي. سپاهيانو په رُعب سره اووئيل: مونږه په دې نه پوهيږو، د بادشاه حكم دے، بس تاسو به د دې ځائے نه ځئ. نو داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپله اِيماني جذبه ښکاره کړه او اوئې فرمائىل: زه دلته د الله پاك په حكم راغلے يم، الله پاك زما مدد ګار دے. سپاهيانو چې دا خبره واوريدله نو د غُصّے نه سره شو او بے ادبي كول ئې شروع كړه، او مَعَاذَ الله! هغوئي د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خيمے ته د اور لګولو كوشش اوكړو خو اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د هغوئي د ډىر كوشش باوُجود اور اونه لګيدو، آخر دا سوچ ئې اوكړو چې يقيناً دا يو بُزُرګ هستي ده. سپاهيان ستړى شو او بيرته د لاهور د حاکِم خواته لاړل او ټوله واقعه ئې ورته بيان كړه.
د لاهور حاکِم چې سپاهيانو نه خبره واوريدله نو نور غُصَّه شو، هغه سپاهيان اورټل او حكم ئې ورته اوكړو چې: دا درويش (يعنې داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) به په هره طريقه د دې ځائے نه اوباسئ! دا زما حكم دے. دا خبرې كيدلې چې ناڅاپه په محل كښې شور جوړ شو چې په محل كښې اور اولګيدو، په محل كښې اور اولګيدو، سپاهيان په منډه ورغلل او د اور مړ كولو كوشش ئې شروع كړو خو اور نه مړ كيدلو.