Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat
بی بی محترمه هم د آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډیره عاشقه وه او په دې کارونو كښې به ئې دَ هغه مکمل مرسته کوله۔ بي بي ئې وفات شوه خو دَ هغه په معمولاتو كښې څه فرق رانغلو۔ ابراهیم عاشق یوه ورحٔ خپل ځلمي ځوئ ته نصیحت اوکړو: ګرانه بچیه! نن شپه به زه وفات كيږم، زما ټوله سرمایه پنځوس درهمه اور نولّس ګزه کپړه ده۔ کپړه په کفن اودفن كښې اولګوه او پاتې شوي روپئ ، نو هغه هم پکار ده چې په نیک کار كښې خرچ کړې ۔ دَ هغې نه وروستو هغه کَلِمَه طیبه اولوستله او وفات شو.
ځوئ ئې دَ وصیت مطابق خپل پلار دفن کړو۔ خو اوس دَ هغه پنځوسو درهمو په نیک کار كښې دَ خرچ کولو په معامله كښې نه پوهیدو چې څه اوکړی۔ هم په دې سوچ كښې دَ شپې چې کله اوده شو نو خوب ویني چې قیامت قائم شوے دے، هر طرف ته دَ نفسي نفسي عالَم دے۔ خوش قسمته خلق دَ جنت په لور روان دی او مجرمان په راښکودو راښکودو جَهَنَّم طرف ته په زور بوتللے كيږي او دا ولاړ دے دَ ويري نه رپيږی چې د ده په باره كښې به څه فیصله کيږي؟ په دې كښې دَ غیب نه آواز راغے: دا ځلمے جنت ته بوځـئ نو هغه په خوشحالئ خوشحالئ جنت ته داخل شو او سیل ئې کولو. دَ ووه [7] جنتونو دَ سیل نه پس چې کله اتم جنت طرف ته ور وړاندې شو نو دَ جنت داروغه (يعنې د جنت نګران) حضرت رضوان عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام اوفرمائیل: ’’په دې جنت كښې صرف هغه څوک داخلیدے شي چا چې دَ ربیع الاول په میاشت كښې دَ وِلادتِ مصطفیٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ورځو كښې خوشحالئ مناؤ کړي وي.‘‘ دا ئې چې واوریدل نو پوهه شو چې پکار خو دا ده چې زما مور و پلار په دي كښې وې. په دې كښې آواز راغے: دا ځلمے دننه راپريږدئ، د ده مور و پلار ده سره میلاویدل غواړی، دغسې هغه دننه داخل شو، هغه اولیدل چې دَ هغه مور مرحومه دَ نهرِ کوثر سره نزدے ناسته ده، ورسره یو تخت پروت دے، په هغې یوه بزرګه زنانه تشريف فرما