Book Name:Milad Mananay Walo Kay Waqiyat

ده او دَ هغې نه ګیر چاپیره کرسئ خورے دي چې په هغې يو څو عزتمندې زنانه تشريف فرما دي ۔ هغه دَ یوے فرښتے نه تپوس اوکړو دا زنانه څوک دي؟ هغه فرښتے اووئیل: ”په تخت تشريف فرما د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شهزادګئ حضرت سَیِّدَتُنا فاطمه زهرا رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا ده او په کرسو باندی حضرت خدیجةُ الکبریٰ، حضرت عائشه صِدِّیقه، حضرت مریم، حضرت آسیه، حضرت ساره، حضرت هاجره، حضرت رابعه او حضرت زبیده رَضِیَ اﷲُ تَعَالٰی عَنْهُنَّ  تشريف فرما دي. هغه ډیر زیات خوشحاله شو. چې  نور مخكښې لاړو نو څه ګوری چې ډیر لوئے تخت پروت دے او په هغې باندې سرکارِ دوعالَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوراني ځليدلے مخ تشريف فرما دے ۔ اخوا دیخوا څلور کرسیٔ سازي کړے شوي دي، په هغې باندې خلفائے راشدین عَلَیْهمُ الرِّضْوَان تشريف فرما دي. ښي طرف ته دَ سرو زرو په کرسو باندې انبیائے کرام عَلَیْهمُ السَّلام تشريف فرما دي۔ او كينړ طرف ته شهدائے کرام جلوه ګر دي۔ په دې كښې دَ هغه پلار مرحوم ابراهیم هم دَ سرکارِ مدینه، راحتِ قلب و سینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوا ته په دغه ډله كښې ښکاره شو، والد صاحب د خپل ځيکر ټکړه (یعنې ځوئ) سینے  سره راجوخت کړو، هغه ډیر خوشحاله شو او تپوس ئې ترينه اوکړو: باباجانه! تاسو ته دا اوچته مرتبه څنګه حاصله شوه؟ هغه جواب وركړو:اَلَحَمْدُلِلّٰه! دا دَ جشن وِلادَت  مناوهلو صِله (يعنې بدله) ده. دَ هغې نه پس دَ هغه ځلمي سترګې اوغړیدي (يعنې راويخ شو). دَ سحر کیدو سره سمدستي هغه خپل کور خرڅ کړو او دَ والد مرحوم هغه پاتې شوي پنحٔوس درهمه ئې هم دَ خپلو روپو سره میلاؤ کړې او دَ خیرات انتظام ئې اوکړو۔ عالمَانو او صالحانو ته ئې دعوت ورکړو. دَ هغه زړه دَ دُنیا نه موړ شوے وو، په جُمات كښې په عبادت او دَ جُمات په خدمت كښې مشغول شو او دَ ژوند پاتې دیرش کاله ئې هم داسې تیر کړل، دَ وفات نه پس چا په خوب كښې اولیدلو او تپوس ئې ترينه اوکړو: چې څه درباندی تیر