Book Name:Ustad Ke 3 Huqooq (Qist 1)

اُستاذ ته عرض کړئ، د سبق پۀ وخت د پام اړولو نه کار مۀ اخلئ مثلاً ٭ خبرې کول   ٭ اِشارې کول ٭ موبائل کتل ٭ خوراک څښاک کول ٭ د ګوتو سره لوبې کول وغيره د عِلم د برکتونو نه محرومه کولے شي۔

دوهرائي

 د اُستاد دا درې حقونه دي، پۀ ذِهن کښې يـې کښينوئ! (1): تابعداري کول (2): ادب او احترم کول  (3): د اُستاذ صاحب طرف ته توجه ساتل۔

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

د آبِ زَم زَم د څښلو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا

اَللّٰھُمَّ  اَسْأَ لُکَ عِلْمًا نَّافِعًا وَّرِزْقًا وَّاسِعًاوَّ شِفَآءً مِّنْ کُلِّ دَآءٍ

ترجمه: اے الله! زۀ ستا نه د نفع رسوونکي عِلم او پۀ رزق کښې د فراختيا او د هرې بيمارۍ نه د شِفا سوال کووم۔ ([1])

د مدينے سرکار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: آبِ زَم زَم چې د کوم کار د پاره وڅښلے شي (فائده مندې دي) ٭ که تاسو د دې د څښلو پۀ وخت شِفا غواړئ نو الله پاک به درته شِفا عطا کړي ٭ که پناه غواړۍ نو الله پاک به پناه در عطا کړي ٭ او که تاسو دا (صرف) د مړيدو (تندې ماتولو) پۀ غرض څښۍ نو الله پاک به ستاسو تنده ماته کړي۔ ([2])

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا


 

 



[1]... مستدرک ، کتاب المناسک ، باب ماء زم زم لما شرب لہ ، جلد:2، صفحہ:132، حدیث:1782، مدنی پنج سورۂ، صفحہ:214۔

[2]... مستدرک ، کتاب المناسک ، باب ماء زم زم لما شرب لہ ، جلد:2، صفحہ:132، حدیث:1782، مدنی پنج سورۂ، صفحہ:214۔