Book Name:Ustad Ke 3 Huqooq
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه
(3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د اُستاذ درې حقونه (قسط: 1) ښودلے شي او د آبِ زَم زَم د څښلو پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: فرض حج کوئ! بے شکه د دې اَجر پۀ 20 عزاګانو کښې د شرکت کولو نه زيات دے او پۀ ما باندې يو ځل دُرُودِ پاک لوستل د دې برابر دے۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد
الله پاک فرمائيلي دي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَجِیْبُوْا لِلّٰهِ وَ لِلرَّسُوْلِ اِذَا دَعَاكُمْ لِمَا یُحْیِیْكُمْۚ-
(پارہ:9، سورۀ الانفال:24)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! د الله او د هغۀ د رسول پۀ بارګاه کښې حاضر شئ چې کله هغوئي تاسو د هٰغه څيز طرف ته راوبلي کوم چې تاسو ته ژوند درکوي۔