Book Name:Mahmanon Ke 3 Huqooq

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه معلومه شوه چې د ميلمه ميلمستيا کول سُنَّت دي، اګر که هٰغه (ميلمه) نۀ پيژنې۔ ([1])

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

چا چې * نـمونځ قائم کړو * زکوٰة يـې ادا کړو * حج يـې ادا کړو * د رمضان روژې يـې ونيولې او * د ميلمه ميلمستيا يـې وکړه هغه به جنَّت ته داخليږي۔ ([2])

د ميلمنو درې حقونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څوک چې زمونږ سره د ميلاؤيدو د پاره د بَل ښار نه راشي هغه ميلمه دے، څوک چې د خپلې محلې يا ښار نه زمونږ سره د ميلاؤيدو پۀ نيت د څۀ وخت د پاره راشي هغه ميلمه نۀ بلکې ملاقات کوونکے دے او کوم کَس چې د خپل څۀ کار د پاره راشي مثلاً * څوک د خپلو مسئلو پۀ باره کښې د مشورې اخستو د پاره راغلو * د يو عالِمِ دِين نه د مسئلې د پوښتنې د پاره راغلو هغه ميلمه نۀ دے۔ ([3]) اِسلام مونږ ته د ميلمه د حقونو ادا کولو تعليم راکړے دے، راځئ چې د ميلمنو يو څو حقونه زده کړو۔

وړومبے حق: د ميلمنو اِکرام کول

وضاحت: مثلاً د هغوئي هر کلے کول، د ميلمنو سره پۀ روڼ تندي ميلاؤيدل، د خپل وَس مطابق د ښۀ ښۀ خوراکونو  انتظام کول، د فراخه زړۀ مظاهره کول، پۀ ښۀ انداز کښې ورسره خبرې کول۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:


 

 



[1]... نور العرفان ، پارہ :26، سورۂ نساء ، تحت الآیت:26۔

[2]... شعب الایمان ، باب فی اکرام الضیف ، جلد:7، صفحہ:93، حدیث:9593 ۔

[3]... مرآۃ المناجیح، جلد:6، صفحہ:54، ملخصًا ۔