Book Name:Aulad ke 3 Huqooq

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه   (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د اولاد درې حقونه (قسط:1) ښودلے شي او د فرض نـمونځ  نه پس لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُود شريف فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ما باندې دُرُودِ پاک لوستل پۀ پل صراط باندې نُور دے، څوک چې د جُمعې پۀ ورځ پۀ ما باندې 80 کرته دُرُودِ پاک لولي د هغۀ به د 80 کالو ګناهونه معاف شي۔ ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د اولاد  درې حقونه (قسط: 1)

آيت مبارک

الله پاک فرمائيلي دي:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَ اَهْلِیْكُمْ نَارًا  (پارہ:28، سورۀ  تحریم:6)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! خپل ځانونه او د خپل کور کسان د هٰغه وور نه بچ کړئ۔

يعنې اے ايمان والؤ! * د الله پاک پۀ عبادت کولو، د الله پاک پۀ احکاماتو باندې پۀ تللو خپل ځان او * خپل بال بچ پۀ ښۀ تربيت کولو، پۀ ښۀ ادابو ښودلو هغوئي د دوزخ د وور نه بچ کړئ۔۔۔!! ([2])


 

 



[1]... الترغیب  فی فضائل الاعمال ، باب مختصر من الصلاۃ علی رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم،  صفحہ:14، حدیث:22۔

[2].... تفسیر نور لاعرفان ، پارہ 28، سورۂ  التحریم ، تحت الآیت:6، صفحہ:895، ۔