Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

عالِم وو، هغه يو ځل د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّمنه په نیټه څه كجورې اخستې وې او پیسې ئې مخکښې ورکړې وې، د كجورو ورکولو په نيټه كښې لا دوه يا درې ورځې  پاتې وې چې هغه په مسجدِ نَبَوى كښې د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لمَن مباركه اونيوله، او د غُصَّے په نظر ئې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته كتل، او اوئې وئيل: اے مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)! د عبدُ المُطَّلِب د ټول اولاد دا طريقه ده چې تاسو هميشه د خلقو حقونه  په وخت نه ادا كوئ او لم ليټ كول ستاسو عادت جوړ شوے دے. د دې منظر په ليدلو اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ په ډير غضب ناك نظر سره هغه ته اووئيل: اے د خدائے دُښمنه! آيا ته د الله پاك د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره داسې ګُستاخي كوے؟ په خدائے مې دِ قسم وي! كه د حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ادب لحاظ نه وے نو ما به اوس په خپله  تُوره ستا سر كټ كړے وے. دا ئې چې واوريدل نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (د عاجزئ په طور) اوفرمائيل: اے عمر! دا ته څه وائے؟ تا له خو دا پكار وو چې ما ته دِ د حق ادا كولو ترغيب راكړے وے او ده ته دِ په نرمئ سره د حق غوښتلو  هدايت كړے وے او زمونږ د دواړو مدد دِ كړے وے. بيا خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حكم اوفرمائيلو: اے عمر! ده ته د ده د حق برابر كجورې وركړه! او څه زياتې هم وركړه. حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ چې كله د حق نه زياتې كجورې وركړې نو هغه [يهودي عالِم] اووئيل: اے عمر! ته ماته زما د حق نه زياتې كجورې ولے راكوے؟ هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: ځكه چې ما تا ته په كږو سترګو كتلي وو او ته مې يَرولے وے، په دې وجه حُضُورِ اَنوَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستا د زړه ساتلو د پاره ستا د حق نه د زياتو وركولو ما ته حكم راكړو. دا ئې چې واوريدل نو هغه