Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan
روژے نيولو والا درجه حاصلوي. [1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس مونږه د ښو اخلاقو فضائل واوريدل، د دې په اوريدلو به زمونږ د بدو اخلاقو پريښودلو او ښو اخلاقو اختيارولو ذِهن هم جوړ شوے وي، خو سُوال دا پيدا كيږي چې د ښو اخلاقو نه څه مراد دے؟ راځئ واورو چې ښه اخلاق څه ته وائي؟
يو كس د حُسنِ اخلاق پيکر، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د ښو اخلاقو په باره كښې تپوس اوكړو: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه په وړاندې دا آيتِ مبارك اولوستلو:
خُذِ الْعَفْوَ وَ اْمُرْ بِالْعُرْفِ وَ اَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِیْنَ(۱۹۹) (پ۹، الاعراف: ۱۹۹)
مفهوم ترجَمۂ کنز الایمان: اے محبوبه! مُعاف كول اختيار كړه او د خير حكم كوه او د جاهلانو نه مخ واړوه.
اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي چې رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل: آيا زه د راروانو او تيرو شوو خلقو د بهترينو اخلاقو مُتَعَلِّق ستا رهنمائي اونكړم؟ ما عرض اوكړو: يَـارَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ضرور ارشاد اوفرمائے، نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوك چې تا محرومه كړي،نو ته هغه ته وركړه کوه،