Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan
كه د انسان په شكل كښې وے نو هغه به ډير بد انسان وے.[1] * د الله پاك په نِزد د ټولو نه لويه بدي بد اخلاق دي. [2] * بيشكه د بے حيائې او بد اخلاقئ د اسلام سره هيڅ څه تَعَلُّق نشته.* بد اخلاقي د دِين د تبليغ په لاره كښې غټ رُكاوَټ دے. * د بد اخلاقئ نه بعضې وخت د ښځې او خاوند په مينځ کښې طلاق ته خبره اورسي. * د بد اخلاقئ د سپيروالي نه د كور سُكون برباديږي، * بد اخلاقه د يوے ګناه نه توبه كوي او د هغې نه په بدتره ګناه كښې اخته كيږي.[3] * بد اخلاقه كس ډىر ځله ناكامه كيږي. غرض دا چې بد اخلاقي د ډيرو ګناهونو مجموعه ده او په دُنيا او آخرت كښې د بربادئ سبب دے، مونږ له پكار دي چې مونږه نه صرف پخپله د دې آفت نه ځان اُوساتُو بلكه نور مسلمانانو ته هم د دې نه د بچ كيدو ترغيب وركړو. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس مونږه د بد اخلاقئ ديني او دُنياوي نُقصاناتو باره كښې واوريدل، اُميد دے چې د دې په اوريدو به مو په زړه كښې د دې نه نفرت پيدا شوے وي او د توبے ذِهن به موجوړ شوے وي، خو سُوال دا دے چې