Book Name:Wajib Qurbani Na Karna
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه
(3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې د واجِب قُربانۍ نۀ کولو پۀ موضوع باندې فائده مند معلومات ورکولے شي او د قُربانۍ د څاروي د ذَبَح کولو نه پس لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ د دُعا يادولو نه پس به د نيک اعمال رسالې نه [د خپلو اعمالو] اجتماعي جائزه اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: تاسو خپل مجلسونه پۀ ما باندې پۀ درود لوستلو سره ښائسته کړئ بے شکه ستاسو پۀ ما باندې درود لوستل به د قيامت پۀ ورځ ستاسو د پاره نُور وي۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د قربانۍ واجِب کيدو درې صورتونه دي: (1): پۀ هر ازاد، مقيم (يعنې څوک چې مسافر نۀ وي) که هغۀ صاحبِ نصاب وي (يعنې د هغۀ سره اووه نيمې تولې سره زر يا 52 نيمې تولې سپين زر يا د دومره قيمت سامان وغيره وي) نو پۀ هغۀ باندې قُرباني واجِب ده۔ ([2]) (2) : که د قربانۍ منښته يـې وکړه (مثلاً اوئې وئيل: د الله پاک د پاره پۀ ما باندې قُرباني ده)، که هغۀ صاحبِ نصاب وي او که نۀ وي نو پۀ هغۀ باندې به هم قُرباني واجِب شي۔ (3): فقیر (يعنې څوک چې صاحبِ نصاب نۀ وي، هغۀ) که د قربانۍ د پاره څاروے واخلي نو پۀ هغۀ باندې خاص هم د هٰغه څاروي قُرباني واجِب ده۔ ([3])
د واجِب قربانۍ نۀ کولو مختلف احکام
(1): واجِب قُرباني نۀ کول حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے۔ ([4]) (2): د قربانۍ پۀ وخت کښي هم قُرباني کول لازمي دي، بَل يو څيز هم د دې ځائے نشي نيولے۔ ([5]) (3): د قربانۍ پۀ ځائے چيلۍ يا د دې قيمت صدقه کول کافي نۀ دي۔ ([6]) که داسې وکړي نو د عذاب حق دار به جوړ شي۔ ([7]) (4): د قربانۍ نه اِنکار کوونکے ګمراه دے ([8]) او څوک چې دې ته ظلم وائي (لکه څنګه چې بعضې ازاد خياله يا لِبرَل ذهن لرونکي وائي) کافر دے۔ ([9]) (5): پۀ چا باندې چې قُرباني واجِب ده هغۀ به هم پۀ خپل نوم باندې قُرباني کوي، که د خپلې ښځې، زوي يا د بل چا د طرف نه يـې کوي نو د دۀ واجِب به نۀ ادا کيږي۔
[1]... مسند الفردوس ، جلد:2، صفحہ:291، حدیث:3330۔
[2]... الھدایۃ شرح بدایۃ المبتدی ، کتاب الاضحیہ، جلد:2، جُز:4، صفحہ:403۔
[3]... بہار شریعت، جلد:3، صفحہ:331 ، حصہ:15 ماخوذً۔
[4]... فتاوی رضویہ، جلد:10، صفحہ: 290 ماخُوذًا۔
[5]... بہار شریعت ، جلد: 3، صفحہ:335، حصہ:15 بتغیر قلیل ۔
[6]... بہار شریعت ، جلد: 3، صفحہ:335، حصہ:15۔
[7]... فتاویٰ رضویہ، جلد:10، صفحہ:290 ۔
[8]... فتاویٰ فقہ ملت، جلد:2 ، صفحہ: 242 ملخصاً ۔
[9]... فتاویٰ رضویہ، جلد:14، صفحہ:356 ۔