Book Name:Wajib Qurbani Na Karna

او حضرت اسماعيل علَيهِمُا السَّلام د بے مثله قربانو واقعات لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ايمان به مو مضبوط شي، د زړۀ نه به مو د دُنيا محبت ووځي او د ايمان جذبه به پکښې زياته شي * د قربانۍ کولو فضائل لولئ! (مثلاً پۀ حديثِ پاک کښي دي: څوک چې د زړۀ د خوشحالۍ نه د ثواب حاصلولو د پاره قُرباني وکړي، هٰغه قُرباني به د دوزخ د وور نه حِجاب (يعنې خنډ) جوړ شي ([1])) * د يو بل نه د اوريدلے شوو خبرو پۀ ځائے د صحيح او مضبوطو ذريعو نه عِلمِ دِين زده کړئ! نن سبا ډير جاهلان يا فتنه باز پۀ سوشل ميډيا وغيره باندې د ځان مشهورولو د پاره جهالت خوروي او خلق ګمراه کوي، د دوئي د خبرو نه ځان ساتل مناسب دي، اِمامِ اِبنِ سِيرِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا عِلم ستاسو دِين دے، غور وکړئ چې تاسو خپل دِين د چا نه زده کوئ۔ ([2]) * د خراب صحبت نه ځان بچ ساتئ، د ښو خلقو سره کښينئ، د ښو خلقو خبرې اورئ او د ښو خلقو د دوستانو جوړولو پخه اراده وکړئ! ياد ساتئ چې خراب صحبت ايمان ته ډير نقصان رسوونکے دے۔

نوټ: د قربانۍ پۀ باره کښې د تفصيلي معلوماتو د پاره * د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله ابلق گھوڑے سوار * او د مکـتبة الـمدينه کتاب   بہار شریعت جلد: 3 صفحه: 327 نه 357 پورې ولولئ! 

د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا

که قُرباني د خپل طرف نه وي نو د ذبح کولو نه پس دا دُعا ولولئ!

اللّٰھُمَّ تَقَبَّلْ مِنِّیْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ خَلِیْلِکَ اِبْرَاھِیْمَ عَلَیْہِ الصَّلٰوۃُ وَ السَّلَا مُ وَحَبِیْبِکَ مُحَمَّدٍ صَلَّی اللّٰہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ واٰلہٖ وَسَلَّم

ترجمه: اے الله! تۀ زما نه (دا قُرباني) قبوله کړې لکه څنګه چې تا د خپل خليل ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام او د خپل حبيب مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه قبوله کړه۔ ([3])

که د بَل چا د طرف نه قُرباني کول وي نو د مِنِّی پۀ ځائے مِن ووايئ او د هغۀ نوم واخلئ۔

د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)

د روزانه 56 نیک اعمال:

(1): آيا ښه ښه نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه، سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3  آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟       (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (10): آيا غوږونه مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (11): آيا د فضول نظر نه پۀ بچ کيدو سره مو نظر ښکته ساتلے؟ (12): آيا 12 منټه مو د مکـتبة الـمدينه اِصلاحي کتاب لوستلے؟     (13): آيا د اذان او د



[1]... معجم كبير، جلد:2، صفحہ:213، حدیث:2670۔

[2]... مسلم ، مقدمہ ، باب بیان ان الاسناد فی الدینا...الخ، صفحہ:14۔

[3]... بہار شریعت، جلد:3، صفحہ:352، حصہ:15، ابلق گھوڑے سوار، صفحہ:14۔