Book Name:Waldain Ke 3 Huqooq (Qist 3)

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

کوم کَس چې د خپل مور او پلار د وفات نه پس * د هغوئي قَسم پوره کړي * د هغوئي قرض ورکړي * د چا مور او پلار ته پۀ ردو بدو وئيلو پۀ هغوئي [خپل مور او پلار] ته ردې بدې اونۀ وائي، هغۀ به د مور او پلار فرمانبردار ليکلے شي، اګر که د هغوئي پۀ ژوندانۀ يـې فرمانبرداري نۀ کوله او څوک چې (د مور او پلار د وفات نه پس) * د هغوئي قَسم پوره نۀ کړي * د هغوئي قرض ورنکړي * د نورو مور او پلار ته پۀ ردو بدو وئيلو پۀ هغوئي [خپل مور او پلار] ته ردې بدې ووائي، هغۀ د مور او پلار نافرمانه ليکلے کيږي، اګر که د هغوئي پۀ ژوندانه فرمانبرداره وو۔ ([1])  

د مور او پلار درې حقونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته د مور او پلار سره د نيکۍ او د ښيګړې کولو حکم کړے دے۔ دا جنَّت ته بوتلونکے عمل دے۔ د مور او پلار ډير حقونه دي، پۀ کومو کښې چې 6 مونږه مخکښې زده کړي وو او درې به نن زده کوو۔ راځئ چې وړومبے د زده کړے شوو حقونو دوهرائي وکړو:  (1):  اطاعت او تابعداري  (2):  مور او پلار راضي ساتل  (3):  د مور او پلار خدمت کول۔ (4): ادب او احترام کول (5): د مور او پلار د پاره دُعا کول  (6): د مور او پلار د متعلقينو سره صِله رحمي کول۔

نور درې حقونه کوم چې نن زده کول دي:

وړومبے حق: مور او پلار ته ردې بدې نۀ وئيل

وضاحت: مور او پلار ته ردې بدې وئيل ګناه کبيره ده۔ ([2]) مور او پلار ته د ردو بدو وئيلو يو څو صورتونه (1):  مَعَاذَ الله! پۀ خپله خُله باندې مور او پلار ته ردې بدې وئيل  * پۀ هغوئي کښې عيبونه لټول


 

 



[1].... معجم  اوسط ، جلد:3، صفحہ:381، حدیث:4891۔

[2].... لمعات التنقیح ، كتاب الآداب، باب البر والصلۃ، جلد:8، صفحہ:211، تحت الحدیث :4916، ملخصًا۔