Book Name:Waldain Ke 3 Huqooq (Qist 3)
دريم حق: د مور او پلار قرض ادا کول
وضاحت: که پۀ مور او پلار باندې قرض وي نو د هغوئي پۀ ژوندانه کښي هم د هغوئي سره پۀ شريکه قرض ادا کول او که مور او پلار وفات شي نو د هغوئي پۀ قرض ورکولو کښې چې څومره تادي کيدے شي تادي کول۔ زما خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د مسلمان روح د خپل قرض پۀ وجه تر هٰغه وخته پورې مُعَلق وي (يعنې جنَّت ته د تللو نه منع کولے شي)، تر څو پورې چې د هغۀ قرض ادا نکړے شي۔ ([1])
نن مونږه د مور او پلار درې حقونه زده کړل، دا پۀ ذِهن کښې کښينوئ! (1): مور او پلار ته ردې بدې نۀ وئيل (2): د مور او پلار د وفات نه پس د هغوئي د کفن دفن وغيره انتظام کول (3): د مور او پلار قرض ادا کول۔
د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا
اَللّٰھُمَّ اکْفِنِیْ بِحَلَالِکَ عَنْ حَرَامِکَ وَاَغْنِنِیْ بِفَضْلِکَ عَمَّنْ سِوَاکَ
ترجمه: اے الله پاکه! ما ته حلال رزق را عطا کړې او د حرامو نه مې بچ کړې او پۀ خپل فضل او کرم سري مې د ځان نه علاوه د غيرو نه بے نيازه کړې۔ ([2])