Book Name:Mazdoron Ke 3 Huqooq
دويم حق: پۀ وخت مزدوري ادا کول
وضاحت: پۀ دې کښي دوه حقونه دي: (1): د مَزدور اُجرت پوره پوره ادا کول (2): پۀ وخت ادا کول۔ بعضې نادانه * پۀ دباو اچولو (ويرولو) * پۀ سختۍ کولو * پۀ پريشانه کولو د هغۀ اُجرت خوري، دا سخته ګناه، حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے۔ ([1]) فرض کړئ چې ستاسو سره رقم نشته يا کم دے او کار کول هم ضروري دي نو مخکښې ورسره [دا هُم] وټاکئ! چې اوس راسره رقم نشته، پۀ فلانکي وخت به يـې درکووم۔ مخکښې پرې کار کول او بيا ټول يا نيم رقم پۀ قرض کښې اچول هم صحيح نۀ دي۔ پۀ حديث شريف کښې دي: د مزدور مزدوري د هغۀ د خولې وچيدو نه مخکښې ادا کړئ۔۔۔! ([2]) (يعنې پۀ مزدورۍ ورکولو کښې د لم ليټ نه کار مۀ اخلئ۔۔۔! پۀ کوم وخت چي مو ورکول ټاکلي وي بغير د څۀ لم ليټ نه يـې هٰغه وخت ادا کړئ۔۔۔!) ([3])
دريم حق: د مزدور سره ښۀ سلوک کول
وضاحت: * د هغوئي سره پۀ مُسکا باندې خبرې کول * د عزت سلوک کول * اے، تۀ وغيره د غير مهذبه لفظونو نه ځان ساتل * د موقعې پۀ مناسبت سره چائے، ډوډۍ، اوبه وغيره ورکول * که کار ښۀ وکړي يا خوار غريب وي نو د ټاکلے شوي اُجرت نه لږ زيات ورکول * که څۀ خطا ترينه وشي، کار ترينه خراب شي نو معاف کول وغيره د مزدورانو سره د ښۀ سلوک مثالونه دي۔ مونږ له پکار دي چې کله هم پۀ چا باندې پۀ اُجرت کار کوو نو د دې خبرو خيال ساتو، خاص طور د مزدورانو د عزتِ نفس خيال ساتل ډير ضروري دي۔ څۀ داسې لفظ يا رويه مۀ اختياروئ چې مزدور شرم محسوس کړي، مۀ هغه کم تر