Book Name:Mazdoron Ke 3 Huqooq
ګڼئ ځکه چې ځان ښۀ او نور کم تر ګڼل تکبر دے او تکبر حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے۔ ([1])
نن مونږه د مزدورانو درې حقونه زده کړي دي، پۀ ذِهن کښې يـې کښينوئ: (1): اُجرت د مخکښې نه ټاکل (2): پۀ وخت مزدوري ادا کول او (3): د مزدور سره ښه سلوک کول۔
د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا
د سختې خطرې پۀ وخت لوستلے کيدونکې دُعا
اَللّٰھُمَّ اسْتُرْ عَوْرَاتِنَا وَاٰمِنْ رَوْعَا تِنَا
ترجمه: اِلٰہی! زمونږ پرده داري وکړې او زمونږه ويره پۀ بے ويرې کيدو او اطمينان کښې بدله کړې۔ ([2])
د اِجتماعي جائزې طریقه (72 نیک اعمال)
د روزانه 56 نیک اعمال:
(1): آيا ښۀ ښۀ نيتونه مو کړي؟ (2): آيا پينځه واړه نـمونځونه مو د جَمعې سره ادا کړي؟ (3): آيا د هر نـمونځ نه مخکښې مو د نـمونځ دعوت ورکړے؟ (4): آيا د شپې مو سُوْرَةُ الْمُلْک لوستلے يا اوريدلے؟ (5): آيا د هر نـمونځ نه پس مو آية الـکرسي، تسبيحِ فاطمه، سُورَة الاِخلاص لوستلے؟ (6): آيا د کنزُ الايمان نه مو 3 آیتونه یا مو د صِراطُ الـجنان نه 2 صفحې د ترجمې او تفسير سره لوستلي يا اوريدلي؟ (7): آيا د شجرې اوراد مو لوستلي؟ (8): آيا 313 کرته مو دُرُود شریف لوستلے؟ (9): آيا سترګې مو د ګناهونو نه بچ ساتلي؟ (10): آيا غوږونه مو د