Book Name:Mazdoron Ke 3 Huqooq

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک

بے شکه ستاسو ځينې (مسلمانان) وروڼه ستاسو خادمان دي، الله پاک هغوئي ستاسو ماتحت کړي دي، پس چې د چا مسلمان ورور د هغه ماتحت وي، هغه له پکار دي چې * څۀ پخپله خوري، هغه پۀ هغه هم خوري * څۀ چې پخپله اغوندي، هغه پۀ هغه هم اغوندي * پۀ هغوئي باندې د طاقت نه زيات بوج مۀ اچوئ۔۔۔!! * که داسې کار پرې هُم کوئ نو د هغوئي ملاتړ کوئ۔۔۔!! ([1])  

دمزدورانودرې حقونه

محنت کوونکي (يعنې پۀ اُجرت اخستو کار کوونکي) ته مَزدُور وئيلے شي * مِستري * اليکټريشن * پلمبر * پۀ کارخانو کښې کار کوونکي * بوج اوچتونکي وغيره ټول پۀ مزدورانو کښې راځي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دِينِ اِسلام د مزدورانو د پاره هم د رحمت دِين دے، پۀ اِسلام کښې د دوئي هم باقاعده حقونه مقرر دي، راځئ چې د مزدورانو درې حقونه زده کړو:

وړومبے حق: اُجرت د مخکښې نه ټاکل

وضاحت: مثلاً پۀ اليکټريشن باندې څۀ کار کول وي، د هغۀ سره اُجرت د مخکښې نه وټاکئ! دغه شان پۀ رکشه، ګاډي وغيره کښې که سفر کوئ نو د هغوئي سره هم اُجرت د مخکښې نه وټاکئ! دا وئيل چې څۀ مناسب وي هغه واخله يا هيڅ هم نۀ ټاکل دا صحيح نۀ دي، عام طور د جګړې سبب هم جوړيږي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰےصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کله چې اَجِير پۀ اُجرت باندې ساتۍ نو هغۀ ته اُجرت هم د مخکښې نه ووايئ۔ ([2])


 

 



[1]... بخاری ، کتاب العتق ، باب  قول النبی العبید اخوانکم ، صفحہ:655 ، حدیث :2545۔

[2]... مسند امام اعظم بروايت ابو نعيم  ، مراسیل ابراہیم ، صفحہ:89۔