Book Name:Quran Kareem Ke 3 Huqooq

قرآنِ کريم تلاوت کول۔ ياد ساتئ چې قرآنِ کريم داسې لوستل فرض دي چې يو حرف د بل حرف نه ممتاز (يعنې الف او ع، س او ص، ق او ک، ح او ه وغيره د يو شان اوازونو والا حرفونه د يو بَل نه جدا) وي، حرکات (زبر، زير، پيش وغيره) صحيح ادا کړے شي او داسې د حرفونو او د حرکاتو د کمي او زياتي نه هم ځان بچ کول فرض دي، د کوم پۀ وجه چې معنیٰ فاسد کيږي۔ ([1])  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څوک چې پۀ صحيح طريقه باندې قرآنِ کريم نشي لوستلے هغوئي له پکار دي چې پۀ مدرسة الـمدينه بالغان کښې داخله واخلي او د صحيح تجويد او قراءَت سره قرآنِ کريم لوستل زده کړي او د حقونو د خيال ساتلو سره د قرآنِ کريم تلاوت وکړي۔ امام اعظم ابو حنيفه  رَحْمَةُ  الله  عَلَيْه  فرمائي: د قرآنِ کريم دا حق دے چې دا پۀ کال کښې دوه ځل پوره ولوستلے شي۔ ([2])

د قرآنِ کريم د تلاوت فضيلتونه: د قرآنِ کريم تلاوت افضل عبادت دے ([3])* د قرآنِ کريم پۀ يو حرف لوستلو باندې د 10 نيکو ثواب ميلاؤيږي ([4]) * د قرآنِ پاک پۀ لوستلو سره رحمتونه نازليږي * فرښتے پۀ وزرو باندې سوري کوي * سکينه نازليږي ([5]) * د قيامت پۀ ورځ باندې به قرآنِ پاک د خپل لوستونکو شفاعت کوي ([6]) * قرآنِ کريم لوستلو والا د  الله  پاک خاص بنده دے۔ ([7])

دويم حق: پۀ قرآنِ کريم باندې عمل کول


 

 



[1]... فتاوی رضویہ ، جلد:6، صفحہ:281، ملخصاً۔

[2]... اتحاف السعادۃ المتقین ، جلد:5، صفحہ:32۔

[3]... کنزالعمال ، کتاب الاذکار ، جز :1، جلد:1، صفحہ:257، حدیث:2261۔

[4]... ترمذی ، کتاب فضائل القرآن، باب ماجاء فی من قراء حرفا من القرآن ، صفحہ:676، حدیث:2910۔

[5]... مسلم ، کتاب الذکر ودعا ، باب فضل الاجتماع علی تلاوۃ  القرآن ...الخ ، صفحہ:1039، حدیث:2699، ملخصًا۔

[6]... مسلم ، کتاب صلاۃ المسافرین ، باب فضل قراءۃ القران وسورۃ البقرۃ، صفحہ:290، حدیث804۔

[7]... کنز العمال ، کتاب الاذکار، الجز الاول ، جلد:1، صفحہ:258، حدیث:2275۔