Book Name:Quran Kareem Ke 3 Huqooq

د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول

(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): فِکرِ مدينه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔

پۀ ننو د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې به د قرآنِ کريم درې حقونه ښودلے شي او په سوزيدلي  باندي لوستلے کيدونکې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

د دُرُودِ پاک فضيلت

د اخري نبي، رسولِ هاشمي  صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمان مبارک دے: مسلمان چې تر څو پورې پۀ ما باندې دُرُودِ پاک لولي، فرښتے پۀ هغۀ باندې رحمت ليږي، اوس د بنده خوښه ده چې کم لولي او که زيات۔ ([1])

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي  الله  عَلٰي مُحَمَّد

د قرآنِ کريم درې حقونه

 الله  پاک فرمائيلي دي:

اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَتْلُوْنَهٗ حَقَّ تِلَاوَتِهٖؕ-اُولٰٓىٕكَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖؕ-

(پارہ :1، سورۀ البقره :121)

 ترجمهٴ کنزُ العِرفان : هٰغه خلق چا ته چې مونږ کتاب ورکړے دے نو هغوئي د هغې تلاوت کوي څنګه چې د تلاوت کولو حق دے هُم دا خلق پۀ دې ايمان لري۔

پۀ حقيقت کښې پۀ قرآنِ کريم باندې ايمان راوړونکي هٰغه خلق دي کوم چې د دې د تلاوت حق ادا کوي۔ ([2])


 

 



[1]... ابن ماجہ، كتاب اقامۃ الصلاة...الخ، باب الصلاة على النبى صلى الله علیہ وسلم، صفحہ:152، حديث: 907۔

[2]... تفسیر مدارک  ، پارہ:1، سورۃ البقرہ، تحت الآیت :121، جلد:1، صفحہ:126۔