Book Name:Quran Kareem Ke 3 Huqooq

خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمان مبارک دے:

رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان  صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  فرمائيلي دي: دِين خير خواهي ده، عرض وکړے شو، يا رسول  الله   صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ! د چا د پاره؟ اوئې فرمائيل: * د  الله  پاک د پاره * د هغۀ د کتاب (قرآنِ کريم) د پاره * د هغۀ د رسول د پاره * د مسلمانانو د امامانو د پاره * او د عامو مسلمانانو د پاره۔ ([1])

 مختصر شرح: * د  الله  پاک د پاره خير خواهي دا ده چې * پۀ  الله  پاک باندې ايمان راوړل * د هغۀ سره څوک شريک نۀ ګرځول * د هغۀ تابعداري کول * د نافرمانۍ نه بچ کيدل وغيره * د کتابُ  الله  د پاره خير خواهي دا ده چې * د دۀ تلاوت کول * پۀ دي  کښې پۀ ذِکر کړے شوو احکاماتو باندې عمل کول * د دي تعظيم کول * د دي احکامات زده کول وغيره * د رسول  الله   صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د پاره د خير خواهۍ مطلب دا دے چې * پۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  باندې ايمان راوړل * نبي کريم  صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  اخري نبي منل * سُنَّت اختيارول * د رسول  الله   صَلَّى  الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ سيرت باندې عمل کول * د صحابۀ کرامو او اهلِ بيت رَضِىَ  الله  عَـنْهُم سره محبت کول وغيره۔ ([2])

د قرآنِ کريم درې حقونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم پۀ مونږ باندې ډير حقونه دي، پۀ دې کښې به مونږه نن اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دريو حقونو د زده کولو سعادت حاصلوو۔

وړومبے حق: د قرآنِ کريم تلاوت کول

وضاحت: د قرآنِ کريم دا حق دے چې د قرآنِ کريم داسې تلاوت وکړے شي لکه څنګه چې د تلاوت کولو حق دے يعنې د ترتيل سره ښه پۀ ورو ورو، د تجويد د خيال ساتلو سره د


 

 



[1]... مسلم  ، كتاب الايمان ، باب ان الدین  النصیحۃ ، صفحہ:44، حدیث:95۔

[2]... شرح مسلم ، للنووی، کتاب الایمان باب بیان ان الدین النصیحۃ، جلد:1، جز:2، صفحہ:45،46، حدیث:96۔