Book Name:Asmay Madina Munawara
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اسمائے مدينه
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)
مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، نو ياد ساتئ او د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې په جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدلو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د مخكښې نه مو د اعتكاف نِيَّت كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.
يوه ورځ خوږ آقا مكي مدَني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ما د شپې يو عجيبه نظاره اوليدله: زما يو اُمَّتي په پل صراط تيريدلو، هغه به كله تللو، كله به رالويدلو او كله به زوړند شولو، بيا ناڅاپه د هغه په ما باندې لوستلے دُرود شريف راغلو او هغه زما د اُمَّتي لاس اونيولو او نيغ ئې اودرولو، تر دې چې په پل صراط پوريوتلو. ([1])