Book Name:Asmay Madina Munawara

دي: اُمُّ المُؤمِنِين حضرت عائشه صِدّىقه رَضِیَ اللهُ  عَنْها فرمائي: كه په چا به څه دانے يا پونړاقې را اوختلې نو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په هغې خپله ګوَته مبارَكه كيښودله اَو فرمائيل به ئې: بِسْمِ الله! د الله پاك په حكم سره زمونږ د ښار خاوره او زمونږه د بعضو لُعاب زمونږ بيمار ته شِفا وركوي. ([1])

     د مُفَسِّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خُلاصه ده: اوَّل به نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مرض په ځائے ګوَته مبارَكه كيښودله، بيا به ئې په ګوَته باندې لاړې مباركې اولګولې، بيا به ئې پرې خاوره اولګوله او د هغې خټه به ئې د مرض په ځائے راښكله او فرمائيل به ئې: د الله پاك په حكم سره زمونږه لُعاب او زمونږه خاوره شِفا ده. ([2])

د مدينے د خاورې په برَكت د شِفا ميلاويدلو دوه حكايتونه

       * شيخ مجدُ الدِّين فيروز آبادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائى: زما د غلام پوره كال تبه وه، ما خاكِ شِفا را واخستله او په اوبو كښې مې ورګډه كړه او پرې اومې څښله. اَلْحَمْدُ لِلّٰه په هُم هغه ورځ ورته شِفا نصيب شوه. ([3]) * شيخ عَبدُ الحق مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:زه په مدينه مُنَوَّره كښې حاضر ووم، د يو مرض په وجه زما ښپه اوپړسيدله، طبيبانو اووئيل دا خطرناك مرض دے او علاج ئې ځم بند كړو، ما خاكِ شِفا را واخستله، او هغه مې استعمالول شروع كړه اَلْحَمْدُ لِلّٰه په يلږو ورځو كښې ډيره په آسانئ


 

 



[1]...بُخاری، کتاب:الطب، صفحہ:1452، حدیث:5746ملتقطًا۔

[2]...مرآۃ المناجیح، جلد:2، صفحہ:407خلاصۃً۔

[3]...جزب القلوب، صفحہ:27۔