Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood
السَّلام د نمرود سره د ”تَوحِيد“ په موضوع باندې مُناظَره اوشوه، الله پاك هغه مُناظَره په دريمه سيپاره، سورۀ بقره، آيت نمبر258 كښې ذكر كړي ده. ارشاد دے:
اَلَمْ تَرَ اِلَى الَّذِیْ حَآجَّ اِبْرٰهٖمَ فِیْ رَبِّهٖۤ اَنْ اٰتٰىهُ اللّٰهُ الْمُلْكَۘ-اِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّیَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُۙ-قَالَ اَنَا اُحْیٖ وَ اُمِیْتُؕ-قَالَ اِبْرٰهٖمُ فَاِنَّ اللّٰهَ یَاْتِیْ بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَاْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِیْ كَفَرَؕ-وَ اللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَۚ(۲۵۸) (پارہ3،سورۃالبقرۃ:258)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: اے حبيبه! آيا تاسو هغه نه وو ليدلے چا چې د حضرت اِبراهيم سره د هغه د ربّ په باره كښې جګړه كړي وه، چې الله هغه ته بادشاهي وركړي وه، كله چې ابراهيم اوفرمائيل: زما ربّ هغه دے كوم چې ژوند وركوي او مړه كول كوي. هغه اووئيل:زه هم ژوند وركووم او مړه كول كووم. ابراهيم اوفرمائيل: الله خو لمَر د مشرق نه راخيژوي نو ته ئې د مغرب نه را اوخيژوه. نو هغه كافِر حيرانه پاتېپاتې شو، او الله ظالِمَانو ته هدايت نه وركوي.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې اِيمان افروزې مُناظرے تفصيل داسې دے چې، يو ځل قحط راغے، بارانونه نه كيدل، غله په ختميدو شوه، خلق په مشكلاتو كښې اخته شو، په داسې مشكل وخت كښې نمرود بدبخته دا سياست اوكړو چې د غلے او دانو ټولې ذخيرے ئې په خپله قبضه كښې واخستې، بيا چې څوك به راتلو، نمرود به ترينه تپوس كولو: ستا ربّ څوك دے؟ چې هغه به وئيل زما ربّ ته ئې نو نمرود به هغه ته غله وركړه. په دې دوران كښې حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام هم د نمرود دربار ته تشريف راوړو. په دغه وخت كښې د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام او نمرود په