Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood
دے. په دې لحاظ سره به معنٰى شي: حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام دُنيا او د دُنيا ټول هر څه پريښودي دي او صرف الله پاك طرف ته رُجوع كوونكے دے. ([1])
سُبْحٰنَ الله! د الله پاك د خليل حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام څومره ښكلي صِفات دي، الله پاك دِ د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام په بركت مونږ ته هم خپل كامل مَحَبَّت را نصيب كړې، كاش چې! د حِلْم دولت رانصيب شي، كاش چې! مونږه هم د الله پاك د ويرې نه آه وزاري كوونكي جوړ شو، كاش چې! د دُنيا مَحَبَّت مو د زړه نه اوځي او مونږه صرف الله پاك او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم طرف ته رُجوع كوونكي جوړ شو.
محبت میں اپنی گما یا اِلٰہی نہ پاؤں میں اپنا پتا یااِلٰہی
رہوں مست و بے خود میں تیری ولا میں پلا جام ایسا پِلا یااِلٰہی
مرے دل سے دنیا کی چاہت مٹا کر کر اُلفت میں اپنی فنا یااِلٰہی
مرے اشک بہتے رہیں کاش ہر دم ترے خوف سے یا خدا یااِلٰہی([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
(4) حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ډير زيات اطاعت كوونكے دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ډير ښكلے وصف په قرآنِ كريم كښې بيانوي، ارشاد فرمائي: