Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك يو دے، د هغه څوك شريك نشته، الله پاك بےنيازه دے، ټول د هغه مُحتاجه دي، هغه د چا مُحتاجه نه دے، نه د چا نه پيدا دے، نه ترينه څوك پيدا دي، يعنې نه ئې پلار شته او نه ئې اولاد شته، هيڅ څوك د هغه برابر نشته، هيڅ يو څيز نه د هغه مِثَل شته، نه كيدے شي بلكه حق دا دے چې صرف هغه موجود دے، د باقي [مخلوق] وُجُود عارضى ، فاني دے، باقي ټول هر څه الله پاك پيدا کړي دي، چې كله هغه اوغواړي نو ختم به شي.
لَامَوْجُوْدَ اِلَّا اللہ لَا مَشْہُوْدَ اِلَّا اللہ
لَا مَقْصُوْدَ اِلَّا اللہ لَا مَعْبُوْدَ اِلَّا اللہ
لَآاِلٰہَ اِلَّااللہ، اٰمَنَّا بِرَسُوْلِ اللہ
ہے موجودِ حقیقی وہ ہے مشہودِ حقیقی وہ
ہے مقصودِ حقیقی وہ معبودِ حق و حقیقی وہ
لَآاِلٰہَ اِلَّااللہ، اٰمَنَّا بِرَسُوْلِ اللہ
وضاحت: يعنې حقيقي وجود صرف د الله پاك دے، نور چې څومره څه موجود دي، د الله پاك په پيدا كولو په وجود كښې راغلي دي، مقصودِ حقيقي هم هغه دے، ځکه چې ټول د هُم هغه يو الله پاك د رضا طلب ګار دي او د عبادت لائق هم صرف الله پاك دے، بل هيڅ څوک معبود نشته سوا د الله نه، مونږه د الله پاك په رسول رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې ايمان راوړے دے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد