Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood
چې د الله پاك په ربّ كيدو باندې راضي شو (يعنې په مشكلاتو كښې، په آسانئ كښې، په هرحال كښې ئې صبر و شُكر ادا كړو او الله پاك ئې خپل ربّ اومنلو)، او څوك چې داسلام په دين كيدو او د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په رسول كيدو باندې راضي شو، د هغه د پاره جَنَّت واجب شو. ([1])
اعلٰى حضرت، اِمام اهلسُنَّت د خوږ نبـي په غُلامئ باندې د فخر اظهار كولو کښې فرمائي:
میرے آقا کا وہ دَر ہے جس پر ماتھے گِھس جاتے ہیں سرداروں کے
کیسے آقاؤں کا بندہ ہوں رضا بول بالے مِری سرکاروں کے([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام اعلٰى اوصاف
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د الله پاك برګزيده نبـي او خليل دے، زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس د ټولو نه اوچته مرتبه د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ده، الله پاك په قرآنِ كريم كښې د 50 ځلو نه زيات د هغوئي عَلَيْهِ السَّلام نوم ذِكر كړے دے او د هغوئي عَلَيْهِ السَّلام ډير اوصافِ عاليه هم په قرآنِ كريم كښې ذِكر شوي دي. ([3]) راځئ! چی د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ديو څو اعلٰى اوصافو ذِكر اوكړو: