Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood
عبادت كوې. حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام تش لاس بيرته روان شولو، په لاره كښې د شګې د يوے غونډئ په خوا تيريدلو، د هغه ځائے نه ئې بوجئ د شګې نه ډكه كړه او كور ته اورسيدلو، د شګو ډكه بوجئ ئې كيښوده او پخپله ئې آرام اوكړو. چې كله هغوئي عَلَيْهِ السَّلام رابيدار شو نو د هغوئي بي بي حضرت هاجره رَضِیَ الله عَنْها ورته طعام پيش كړو، حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ترينه تپوس اوكړو: دا غله د كوم ځائے نه راغله؟ عرض ئې اوكړو: هُم هغه ده كومه چې تاسو په بوجئ كښې راوړي ده. چی حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام دا خبره واوریدله نوپوهه شو چې الله پاك د خپل قُدرت د خزانے نه مونږ ته دارزق راعطا كړے دے.
اے عاشِقانِ رسول! د ظالِم او سركشه بادشاه نمرود ډير عبرتناك انجام اُوشو، په تفسيرِ نعيمي كښې دي: الله پاك د نمرود په لښكر باندې د ماشو عذاب را اوليږلو، ماشي دومره زيات راغلل چې لمَر ئې پټ کړو ، دې ماشو د نمرود د لښكريانو وينې اوڅښلې، د هغوئي غوښه ئې اوخوړې او د نمرود نه علاوه د باقي ټولو هډوكي پاتې شو، نمرود دا عذابِ اِلٰهي ليدلو خو څه ئې نه شو كولے، بيا يو ماشے د نمرود په پوزه كښې ننوتلو او دماغو ته اورسيدو او د 400 كالو پورې ئې د هغه مازغه چيچل، چې كله به چا په سر په څپيړه اُووهلو نو ماشے به لږ غلے شو، بڅه ساعت پس به ئې بيا چيچل شروع کړل، پس سحر ماښام به هغه په سر ګُزارونه خوړل، يعني د هغه د دربار ادب دا وو چې څوك به راتلل نو د نمرود سر به ئې په څپلئ وهلو. د دې عذاب نه مخكښې 400 كاله نمرود ډير په آرام سره بادشاهي كړي وه او بيا نور 400 كاله په څپلو اووهلے شو، آخر كار په سخت ذِلَّت سره مړ شو، د هغه عمر د 800 كالو نه زيات وو. ([1])