Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan
دا سوچ ئې كولو چې كيدے شي نن به مونږه قتل کړے شو او سپو ته به واچولے شو او زمونږ په غوښو به مارغان او كارغان راټول شي، د انصارو وو مهاجرينو غضب ناك فوجونه به زمونږ بچي په وينو كښې لت پت كړي او زمونږ نسلونه به ختم كړي او زمونږ كورونه به تباه و برباد كړي، د دغه مجرمانو زړونه سخت په لړزان وو او د ډيرې ويرے نه ئې د بدنونو غوښې رپيدلې. د دې دمايوسئ او نا اُميدئ په خوفناكه فَضا كښې ناڅاپه د شَهَنشاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمَت نظر هغوئي طرف ته مُتَوَجِّه شو او د هغه مُجرمانو نه ئې تپوس اوكړو چې وائې! آيا تاسو ته معلومه چې زه نن تاسو سره څه سُلوک كولو والا يم؟ دې سخت خوفناك سوال سره مجرمان نور په لړزان شُو، خو چې د خوږ پيغمبر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت طرف ته خيال اوکړو نو ټولو په يوه آواز کښې عرض اوكړو چې: تاسو ډىر كرم كولو والا ئې.
او بيا ټولو د اُمِّيد په نظر د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خُلې مباركې ته كتل او د ټولو غوږونه د سردارِ دوجهان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فيصله كُن جواب په انتِظار وو چې ناڅاپه فاتِحِ مَكَّه نبـىِّ كريم رَءُوْفٌ رَّحِيْم، خَاتَمُ النَّبِيّين، جناب رَحمةٌ لِّلعٰلمِين په خپله كريمانه لهجه كښې ارشاد اوفرمائيلو: لَاتَثْرِیْبَ عَلَیْکُمُ الْیَوْمَ فَاذْھَبُوْا اَنْتُمُ الطُّلَقَآءُ نن په تاسو باندې هیڅ اِلزام نشته، ځئ تاسو ټول آزاد ئې.
هغوئي چې ناڅاپه دا فرمانِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واوريدلو نو د ټولو مجرمانو د سترګو نه د ډيرې پښيمانتيا نه اوښكې روانې شوے او د هغوئي په ژبو باندې د لَاۤاِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللّٰہ د کلمے جاري کيدلو د شور په وجه د حرمِ كعبه په در و ديوال