Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

څه کيږي]. په دغه ظالِمَانو، سركشو خلقو كښې هغه خلق هم وو كومو به چې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لارو كښې غنې خورولې، هغه خلق هم پکښې وو چا چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په كانړو ويشتلے وو، هغه بے رحمه او سنګدله خلق هم پکښې وو كومو چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غاښونه مبارك شهيدان كړي وو او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخ مبارك ئې زخمي كړے وو، هغه كافِران خلق هم موجود وو چا چې د ډيرو كلونو نه د خپلو تهمتونو او شرمناكو ردو بدو په وجه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زړه مبارك زخمي كړے وو. هغه بے رحمه انسانان هم موجود وو چا چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مرئ كښې څادر اچولے وو او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مرئ ئې خفه كړي وه. د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سر دُښمنان هم موجود وو، هغه جفا كار او ظالِمَان كافِران هم موجد وو چا چې څو څو ځله په مسلمانانو او مدينه منوره باندې حملے كړي وې. په هغه ګنړه كښې د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږ تره حضرت حمزه رَضِیَ الله عَنْهُ قاتِل او د هغوئي پوزه، غوږونه كټ كوونكے، د هغوئي سترګې ويستلو والا، د هغوئي اِينه چيچلو والا هم په دې مجمع كښې موجود وو، هغه ظالِمَان كافران هم موجود وو چا به چې د اسلام فدايان حضرت بلال، حضرت صُهَيب، حضرت عَمَّار، حضرت خَبَّاب، حضرت خُبَيب، حضرت زيد بِن دَثِنَّه عَلَيْهِمُ الرِّضْوان وغيره په پړو تړل او په كوړو به ئې وهل او په سره شوي توده شګه باندې به ئې څملول. بعضې به ئې په سرو سكروټو باندې څملول، بعضې به ئې په پزَکو كښې انغښتل او په پوزه كښې به ئې ورته لوګي كول، ډير ځله ئې د هغوئي مرئ زور كړي وے. نن دا ټول مجرمان د لس دولس زره مهاجرينو او انصارو په لښكر كښې قيد شوي ولاړ رپيدل او