Book Name:Akhlaq-e-Mustafa Ki Jhalkiyan

بركتونه به چې څنګه د بهر خلقو ته نصيب كيدل، دغه شان د كور او خاندان د خلقو سره هم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُلوك كول هم بے مثاله وو.

    اُمُّ الْـمُـؤْمِنِیْن، حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنها نه تپوس اوشو چې آيا نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په كور كښې كار كولو؟ اوئې فرمائيل: آو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپل نعلين مبارك پخپله ګڼډل او په جامو كښې به ئې پيوندونه لګول او هغه ټول كارونه به ئې كول كوم چې نارينه په كورونو كښې كوي. [1]

    په دې روايت كښې د خاوندانو د پاره د كور په مُعامَلاتو كښې ډير مدني ګلونه دي. عام طور په كور كښې د خاوند طبيعت په خپله بي بي باندې د حكم چلولو وي. د معمولي كار د پاره هم خپله بي بي تنګوي، حالانكه ډير كارونه خاوند پخپله په آسانئ سره كولے شي، خو لږ شان حركت كول هم د خپل شان خلاف ګنړي، كه بي بي ئې هغه كار اوكړي هم نو سړے پکښې ډيرې نخرے كوي، عيبونه پكښې راُوباسي او خامخا ئې پريشانه كوي مثلاً

      که طعام ورته كيښودے شي نو د مالګې مرچكي يا مصالے كمي زياتي خبرې پکښې شروع كړي او كه ټول هر څه پکښې برابر وي نو بيا داسې خبرې كوي چې ”هغه څيز دِ ولے نه دے پوخ كړے؟ دا دِ ولے پوخ كړے دے؟ دا خو زما ته نه دے خوښ، لرې کړه دا زما د مخې نه، ما له اوس په دې ساعت فلانكے څيز پوخ كړه“ وغيره وغيره. دغه شان كه جامے استري كړي نو وائي: دا جوړه دِ ولے استري


 

 



[1] مسند امام احمد ،۹/ ۵۱۹،حدیث: ۲۵۳۹۶